افغان ځمكنيو او هوايي ځواكونو په هلمند ولايت كې د تصفيوي عملياتو په مهال د دولت پنځو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې او درې شكمن كسان يې نيولي دي.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو د رسنيو له دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا عمليات د مركز لښكرګاه ښار په بشران سيمې او د مارجې، واشير او نوزاد ولسواليو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، د عملياتو په ترڅ كې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي، يو تن ټپي دى او درې شكمن كسان له څلور ميله وسلو سره يوځاى نيول شوي دي.
د سرچينې په وينا، امنيتي ځواكونو همدارنګه نهه كړۍ بېلابېل ډوله ماينونه كشف او له منځه وړي دي.
په خبرپاڼه كې ويل شوي، په يادو عملياتو كې ملكي وګړو او امنيتي سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دا مهاله په دې تړاو تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ