ads

اروزګان كې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د اروزګان په مركز ترينكوټ او خاص اروزګان ولسوالۍ كې د افغان او بهرنيو ځواكونو د عملياتو په مهال د دولت لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
23 زمری 1397
اروزګان كې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د اروزګان په مركز ترينكوټ او خاص اروزګان ولسوالۍ كې د افغان او بهرنيو ځواكونو د عملياتو په مهال د دولت لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه ولايت كې له څلورمې پلې لېوا څخه کليد ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي، افغان ځواکونو د بهرنيو سرتېرو په ملتيا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ترينکوټ – دهراود لارې د خلاصولو په هدف عمليات كړي، چې په ترڅ كې يې اووه وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، امنيتي سرتېرو په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د هوايي بريد په ترڅ كې د مخالفينو يو پټنځاى په نښه كړى، چې له كبله يې درې وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
سرچينه وايي، د افغان ځواکونو توپچي بريدونو د مرکز ترينکوټ په کوټوالو سيمه کې دوه وسله وال مخالفين وژلي دي.
په خبرپاڼه كې د امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
وسله والو طالبانو بيا په اروزګان كې د ۱۸ افغان سرتېرو د وژلو او شپږو نورو د ټپي كولو ادعا كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA