ads

کابل کې ځانمرګي بريد يو پوليس ووژاه او بل يې ټپي کړ

په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مخې ته په ځانمرګي بريد کې يو پوليس وژل شوی او يو بل پوليس ټپي شوی دی.

نویسنده: ISMAT MAYAR
22 زمری 1397
کابل کې ځانمرګي بريد يو پوليس ووژاه او بل يې ټپي کړ

په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مخې ته په ځانمرګي بريد کې يو پوليس وژل شوی او يو بل پوليس ټپي شوی دی.
د کابل د امنيه قومندانۍ وياند حشمت ستانکزي کليد ته وويل، نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه او ۱۵ دقيقې ځانمرګي بريدګر غوښتل د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ځان ورسوي، خو د پوليسو له لوري وپېژندل شو او په همدې وخت کې يې ځان ته چاودنه ورکړه.
نوموړی زياتوي، په دغه ځانمرګي بريد کې يو پوليس وژل شوی او يو هم ټپي دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن د ټاکنو خپلواک کمېسيون مخې ته د ولسي جرګې د ټاکنو د کانديدانو له لېست څخه حذف شوي معترض کانديدان هم راټول شوي وو او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د دې پرېکړې پر وړاندې يې اعتراض کاوه.
خو ستانکزی وايي، په دې چاودنه کې بل چاته زيان نه دی اوښتی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA