ads

په راتلونكو څلورو مياشتو كې ولايتي ادارې په ځوانانو سمبالېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، هېواد نوي او ځوان نسل ته د سپارلو په حال کې دى، چې دوى به يې له جګړې او ناورينه وباسي.

نویسنده: mayar
22 زمری 1397
په راتلونكو څلورو مياشتو كې ولايتي ادارې په ځوانانو سمبالېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، هېواد نوي او ځوان نسل ته د سپارلو په حال کې دى، چې دوى به يې له جګړې او ناورينه وباسي.
نوموړي دا خبره تېر مازديګر په ارګ كې د ځوانانو نړيوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وكړې.
هغه زياته کړه، دوى بايد تلپاتې بدلون راولي، ځکه بهرنۍ مرستې د ځوانانو د اوږدمهالو ستونزو د حل او تلپاتې ثبات سبب نه شي کېداى.
جمهور رئيس غني وويل، دا د ځوانانو مسووليت دى، چې ناورين، کرکه او بې اتفاقي له منځه يوسي.
د ده په خبره، د اصلاحاتو په وړاندې مقاومت موجود دى، خو په دې برخه کې د ځوانانو د لوړ غږ غوښتونكى شو.
دى همدارنګه وايي، په راتلونكو څلورو مياشتو كې به لكه څنګه چې مركزي ادارې په ځوانانو سمبالېدونكې دي، په ټولو ولايتي ادارو كې دا كار ترسره شي.
بلخوا د غونډې ځوانو ويناوالو سوله، ثبات او ملي يووالى د ولس اساسي غوښتنې وبللې او د زورواکو، جنايتکارو او مفسدينو په ضد يې د جمهور رئيس غني د غوڅ دريځ د ملاتړ ترڅنګ د لاجدي ګامونو اخيستلو غوښتنه وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA