د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د کانديدانو له وروستي لېست څخه يو شمېر ايستل شوو کانديانو او د هغوی پلويانو نن د ټاکنو خپلواک کمېسيون مخې ته اعتراض کړی او خېمې يې درولې دي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي کليد ته وويل، چې شاوخوا ۶۰ کسان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دفتر مخې ته راټول شوي دي او په اعتراض يې لاس پورې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسي جرګې د کانديدانو له وروستي لېسته ايستل شوو معترضو کانديدانو فوزيې کوفي او شايسته باز ناصري هم يوې اعتراضيه غوندې ته وويل چې له هر ډول سند پرته يې نومونه له لېسته ايستل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د خلکو له خوا پر ځينو احتمالي کانديداتو د اعتراضونو او شکايتونو له څېړلو وروسته د شنبې په ورځ د کانديدانو له وروستي لېسته ۳۵ کسان وايستل او ۴۵ نورو ته يې خبرداری او سپارښتنې کړې دې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ