د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د دې ولايت د حصارک ولسوال او امنيه قومندان يې له دندې ګوښه او عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل.
د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل چې، د دې ولايت د حصارک ولسوالۍ ولسوال عبدالخالق معروفخېل او امنيه قوماندان حکمت الله یې له دندو ګوښه او د خپل منځي اختلافاتو له کبله يې د څېړنو په هدف عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پيژندلي دي.
خوګياڼی زياتوي، حسن خان د حصارک د نوي ولسوال په توګه په دنده وګمارل شو.
د والي وياند وايي ولايتي اداره به له دې وروسته هغه مسولين چې په خپله دنده کې بې غوري کوي له دندې ګوښه کوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به يې ورپېژني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ