ads

د غزني ښار په جګړه كې دواړو لورو ته د درنې مرګ‌ژوبلې اوښتو راپورونه ورکول کېږي

امنيتي چارواکي‌ وايي، پر غزني ښار څه باندې ۱۰۰۰ وسله والو طالبانو بريد كړى او لا هم هلته جګړه روانه ده.

نویسنده: mayar
22 زمری 1397
د غزني ښار په جګړه كې دواړو لورو ته د درنې مرګ‌ژوبلې اوښتو راپورونه ورکول کېږي

امنيتي چارواکي‌ وايي، پر غزني ښار څه باندې ۱۰۰۰ وسله والو طالبانو بريد كړى او لا هم هلته جګړه روانه ده.
دا بريد د تېرې جمعې په شپه پيل شو او نن په څلورمه ورځ هم د امنيتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري.
د غزني امنيه قوماندان فريد احمد مشعل ويلي، د څه باندې ۱۰۰۰ طالبانو له جملې څخه ۵۰۰ تنه يې وژل شوي دي.
هغه زياته كړې، د امريكايي او افغان سرتېرو مرستندويه ځواكونه ور رسېدلي او طالبان به په شا وتمبول شي.
ده نه دي ويلي، چې په روانه جګړه كې څومره افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د غزني‌ د ولايتي روغتون مشر باز محمد همت نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته وويل، دوى ته ۱۱۲ مړي او ۱۴۲ ټپيان ور وړل شوي، چې ډېرى يې د ملي اردو او پوليسو يونيفورم لري.
د نوموړي په خبره، دوى د امکاناتو او وسايلو له کموالي سره مخ دي او د يو شمېر ټپيانو درملنه د روغتون په دهلېزونو کې کوي.
ويل کېږي طالبانو د غزني ښار ځينې برخې نيولي،‌ خو افغان چارواکي‌ وايي، ټولې حکومتي‌ ادارې د امنيتي ‌ځواکونو تر واک لاندې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA