ځايي امنيتي چارواكي وايي، د اروزګان په مركز ترينكوټ كې د بريدونو په مهال شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او د يوه سرګروپ په ګډون اووه تنه نور ټپيان دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د لومړي کنډك قوماندان ملک زين الله کليد ته وويل، طالبانو دا بريدونه تېره شپه د ترينکوټ ښار په کوټوالو سيمه کې پر مېشتو امنيتي پوستو کړي، چې د افغان ځواكونو لخوا ورته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړل شوى دى.
د هغه په وينا، د جګړې په مهال افغان سرتېرو ته زيان نه دى رسېدلى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ