د هند په کېراله ايالت کې د موسمي بارانونو او سېلابونو له کبله تر دې مهاله ۳۷ تنه وژل شوي دي.
همدارنګه هلته زرګونو نور كسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او کرنيزې ځمکې تخريب شوې دي.
د کېراله ايالتي حکومت وايي، د موسمي بارانونو او سېلابونو په ترڅ كې، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ پيل شوي، تراوسه په نهو پېښو كې ۳۷ تنه وژل شوي دي. دغه راز ۳۰ زره تنه نور له خپلو کورونو هغو کمپونو ته انتقال شوي، چې د دولت له لوري تنظيم شوي دي.
د بارانونو له کبله ځمک لړزې هم رامنځته شوي، سړکونه يې تخريب کړي او ارتباطي لارې قطع شوې دي.
د کېراله ايالت له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې ويلي، ۱۰۳۱ هکټاره کرنيزه ځمکه او فصلونه هم سېلابونو تخريب کړي دي.
د کېراله ايالتي حکومت اعلی وزير پرون له سېلاب ځپلو سيمو ليدنه وکړه، ترڅو د ژغورنې عمليات له نېږدې واروزي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ