په ولسي جرګه كې د بدخشان د خلكو استازې او د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون له لوري له وروستي لېسته حذف شوې كانديده فوزيه كوفي وايي، د ارګ د دسيسو او سپارښتنې پر بنسټ د كانديدانو له وروستي لېسته ايستل شوې ده.
هغې نن په كابل كې د خبرو په مهال د غيرې مسوولو وسله والو كسانو لرل رد كړل او ويې ويل، د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون لخوا د كانديدانو له وروستي لېسته د دې نوم د ارګ په فرمايش لرې كړل شوى دى.
كوفي زياته كړه، ياد كمېسيون د دې په وړاندې يوازې د بدخشان د كوفيان د اوسېدونكو شكايت پاڼه لري، چې په هغې كې هم له يوه پرته، چې دا يې پېژني، نور ټول لاسليكونه جعلي دي.
نوموړې د يوه نړيوال بې طرفه كمېسيون د جوړېدو غوښتونكې شوه، ترڅو پر دې لګول شوي تورونه وڅېړي.
د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون پرون د ولسي جرګې ټاكنو ته ۳۵ كانديدان له وروستي لېسته حذف كړل، چې په كې فوزيه كوفي، ضياء الحق امرخېل، زرداد فريادي او مولوي تره خېل هم شامل دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ