ads

د کابل – کندهار لويه لاره لا هم تړلې ده

د كابل – كندهار لويه لار نن هم د وسله والو طالبانو له لوري د ټرافيكو پرمخ تړل شوې ده.

نویسنده: mayar
21 زمری 1397
د کابل – کندهار لويه لاره لا هم تړلې ده

د كابل – كندهار لويه لار نن هم د وسله والو طالبانو له لوري د ټرافيكو پرمخ تړل شوې ده.
د ميدان وردګ د ولايتي شورا غړي وايي، طالبانو ياده لار د سيد اباد ولسوالۍ په شېرازي بابا سيمه كې تړلې ده.
د كابل – كندهار لويه لار په غزني کې د طالبانو له ډله ييزو بريدونو وروسته تړل شوې ده.
طالبانو د تېرې جمعې په شپه پر غزني ښار بريدونه پيل کړل، د مخابراتي شبکو فعاليتونه يې پرې کړل او ټولې لارې يې د ټرافيکو پرمخ وتړلې.
نن درېيمه ورځ ده، چې په غزني ښار کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده، خو دا چې اړيکې نه ټينګېږي، نو لا هم د جګړې په اړه پوره جزيات نه دي خپاره شوي.
د جګړې دواړه لوري يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA