د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختيا عالي شورا غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه، چې په کې د کابل ښار د ډيزاين د چوکاټ پر طرحې بحث او خبرې وشوې.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، ساساکي ټيم د وېډيو کنفرانس له لارې ياده طرحه غونډې ته وړاندې کړه او ويې ويل، دا د جايکا د طرحې پر ځاى منل شوې او په پنځو برخو کې ډيزاين شوې، چې د انکشاف چوکاټ، د دارالامان د واټ د چوکاټ ډيزاين او انکشاف، د مسعود د واټ د چوکاټ ډيزاين او انکشاف، د زېربنايي شبکو د چوکاټ انکشاف او تطبيقي لارښوونې په کې شاملې دي.
وروسته د كور او ښار جوړولو وزارت د ښار جوړولو رياست سرپرست ذکي سرفراز خبرې وکړې او زياته يې كړه، دا روښانه او بشپړه طرحه ده، چې له يونيم کال راهيسې د ښار جوړولو وزارت له ساساکي ټيم سره يوځاى پرې كار كړى دى.
غونډې له هراړخيزو بحثونو وروسته د کابل ښار د ډيزاين د چوکاټ طرحه تصويب کړه.
وروسته جمهور رئيس غني د كور او ښار جوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې دغه طرحه دې له ټولو جزياتو سره په پښتو او دري ژبو وژباړي او وروسته دې په يوه ستره غونډه کې له کابل ښاريانو سره شريکه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ