ads

د ولسي جرګې د کانديدانو له لېست څخه د پنځه دېرشو تنو د ايستلو هركلى وشو

د روڼتيا د څار بنسټ او د بشري حقونو كمېسيون، د ولسي جرګې د کانديدانو له لېست څخه د پنځه دېرشو تنو د ايستلو هركلى كوي او وايي چې لا هم په دغه لېست كې داسې كسان شته چې په غيرقانوني كړنو او جنايتونو تورن دي.

نویسنده: mayar
21 زمری 1397
د ولسي جرګې د کانديدانو له لېست څخه د پنځه دېرشو تنو د ايستلو هركلى وشو

د روڼتيا د څار بنسټ او د بشري حقونو كمېسيون، د ولسي جرګې د کانديدانو له لېست څخه د پنځه دېرشو تنو د ايستلو هركلى كوي او وايي چې لا هم په دغه لېست كې داسې كسان شته چې په غيرقانوني كړنو او جنايتونو تورن دي.
د روڼتيا د څار بنسټ مشر سيداكرام افضلي وايي، د کانديدانو له لېست څخه د پنځه دېرشو تنو ايستل كافي نه دي، بلكې په وينا يې داسې نور كسان هم په لېست كې شته چې په قتل، غصب او په جنايتونو تورن دي، خو نوموړى په دې كې كشفي او عدلي ارګانونه ګرم ګڼي چې د دغه كسانو په اړه يې پوره اسناد نه دي راټول كړي.
په ورته وخت كې د بشري حقونو خپلواك كمېسيون هم له دغه اقدام څخه هركلى كوي او وايي چې نوموړې پروسه بايد په پوره دقت سره پرمخ يووړل شي.
د ياد كمېسيون وياند بلال صديقي كليد ته وويل، كمېسيونونه بايد دا ډاډ ولس ته وركړي چې په بشري حقونو تورن كسان به ملي شورا ته لاره نه پيدا کوي او له عدلي او قضايي ارګانونو غواړي چې دوی محاکمه هم کړي.
په همدې حال كې په ولسي جرګه كې د بدخشان د خلكو استازې فوزيه كوفي چې د کانديدانو له لېست څخه د غيرمسوولو وسله‌والو كسانو د لرلو په تور ايستل شوې وايي، دا پرېكړه سياسي ده او نوموړې غوښتنه كوي چې يو نړيوال بې پلوه كمېسيون دې د دې اسناد وڅېړي.
په ورته وخت كې د روڼتيا د څار بنسټ مشر سيداكرام افضلي وايي، هغه كسان چې په جنايتونو، غصب، فساد او د غيرمسوولو وسله‌والو كسانو په لرلو تورن دي، بايد يوازې له لېست څخه په ايستلو يې بسنه ونه شي بلكې په وينا يې هغوى بايد د خپلو غيرقانوني كړنو سزا هم وويني.
دا په داسې حال كې ده چې د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون پنځه دېرش تنه د ولسي جرګې کانديدان د غيرمسوولو وسله‌والو كسانو د لرلو او ځينې نورو غيرقانوني كړنو له کبله د ولسي جرګې د کانديدانو له لېست څخه ايستلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA