د ننګرهار د ملي امنيت رياست وايي، د دغه ولايت په شېرزادو ولسوالۍ يې شپږ وسله وال طالبان وژلي دي.
د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې د دې ولايت د شيرزادو ولسوالۍ په توتو سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځواکونو عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
له دغه رياسته کليد ته په رالېږل شوې خپرپاڼه کې راغلي چې، په ترسره شويو عملياتو کې له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټربمونه او يوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
سرچينه وايي، په ترسره شويو عملياتو کې دوه تنه له وسله والو طالبانو سره د اړيکو لرلو په تور هم نيول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملياتو کې ولسي وګړو ته زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ