ads

دانش: د جنرال زلمي وردګ د وژنې په تړاو درې تنه نيول شوي

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې ولسي جرګې ته د کانديد جنرال زلمي وردګ د وژنې په تور يې درې تنه نيولي دي.

نویسنده: mayar
20 زمری 1397
دانش: د جنرال زلمي وردګ د وژنې په تړاو درې تنه نيول شوي

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې ولسي جرګې ته د کانديد جنرال زلمي وردګ د وژنې په تور يې درې تنه نيولي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل، چې د جنرال زلمي موټرچلوونکی او دوه مېلمانه چې د نوموړي د وژل کېدو پر وخت يې په کور کې وو، د پوليسو له لوري نيول شوي دي او په دې تړاو نورې څېړنې روانې دي.
د پوځي چارو کارپوه او له کابله ولسي جرګې ته کانديد جنرال زلمی وردګ د جمعې په شپه د چاقو په واسطه په خپل کور کې ووژل شو.
له بل لوري دانش وايي، د درېيو بهرنيو اتباعو د وژل کېدو په تړاو چې څه موده مخکې په کابل کې وژل شوي وو، امنيتي ځواکونو معلومات ترلاسه کړي دي او ډېر ژر به ددې وژنو عاملان هم ونيول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA