ads

اسراييلي ځواکونو دوه فلسطينيان ووژل او سلګونه نور يې ټپيان کړل

فلسطيني چارواکي وايي، پرون په غزه کې د لاريونونو پر مهال د اسراييلي ځواکونو په ډزو دوه فلسطينيان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

نویسنده: mayar
20 زمری 1397
اسراييلي ځواکونو دوه فلسطينيان ووژل او سلګونه نور يې ټپيان کړل

فلسطيني چارواکي وايي، پرون په غزه کې د لاريونونو پر مهال د اسراييلي ځواکونو په ډزو دوه فلسطينيان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.
د فلسطين د روغتيا وزارت وياند اشرف القيدرا وايي، يو رضاکار متخصص ۲۶ کلن عبدالله القطي او ۵۵ کلن سعيد آلو د غزې په جنوب کې وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، په سلګونو نور ټپيان شوي چې له دې ډلې د ۱۷۶ ټپيانو درملنه په سيمه کې شوې او ۱۳۱ نور روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
له سيمې رپوټونه وايي، د اسراييلي بې پيلوټه الوتکو له لوري په ډېره کچه اوښکې بهوونکی ګاز هم کارول کېږي.
څلور مياشتې کېږي چې په غزه کې له اسراييلو سره د پولې په څنګ کې د فلسطينيانو لاريونونه روان دي. دوی کور ته د بېرته ګرځېدو حق غواړي. ۷۰ کاله مخکې د دوی کورونه د اسراييلو له لوري اشغال شول او دوی په زور له خپلو کليو و ايستل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA