ads

په هلمند كې د وسله والو طالبانو له زندانه ۱۰ بنديان خوشي شوي دي

د هلمند په موسى كلا ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۰ بنديان راخوشې شوي دي.

نویسنده: mayar
17 زمری 1397
په هلمند كې د وسله والو طالبانو له زندانه ۱۰ بنديان خوشي شوي دي

د هلمند په موسى كلا ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۰ بنديان راخوشې شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، افغان كومانډو ځواكونو تېره شپه پر ياد زندان عمليات ترسره كړل.
هغه زياته كړه، په عملياتو كې له دې زندانه شپږ ملكي وګړي او څلور پوليس ازاد شوي او دوه شكمن كسان نيول شوي دي.
ځواك د عملياتو په مهال د مخالفينو د مهماتو او نشه يي توكو د له منځه وړلو خبره هم وكړه.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د ياودنې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې هم د طالبانو له يوه زندانه ۶۱ كسان د افغان ځواکونو د هوايي عملياتو په ترڅ کې راخوشې شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA