ads

په بلخ كې د ماين چاودنې د يوې كورنۍ اته غړي وژلي

د بلخ امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په شولګر ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين د چاودنې له کبله د يوې کورنۍ اته غړي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

نویسنده: mayar
17 زمری 1397
په بلخ كې د ماين چاودنې د يوې كورنۍ اته غړي وژلي

د بلخ امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په شولګر ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين د چاودنې له کبله د يوې کورنۍ اته غړي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د شولګر ولسوالۍ سرپرست امنيه قوماندان سيد نادر کليد ته وويل، نن سهار يو سراچه موټر او يو موټر سايکل له قوچ قزل کلي د ولسوالۍ مرکز ته پر لاره وو، چې د سړک غاړې ماين پرې چاودنه کړې او د دې دوو نقليه وسايطو ټولې سپرلۍ، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوې او ټپيانې دي.
ځايي چارواکي ادعا کوي، چې ښايي دا ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی وي، خو دغې ډلې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
قوچ قزل کلی د شولګر ولسوالۍ په جنوب لوېديځ کې د دغې ولسوالۍ له مرکزه ۳۰ کيلو مټره لرې موقعيت لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA