ads

په فراه کې ۵۱ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا وشوه

د فراه ولايتي چارواکي په دغه ولايت كې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.

نویسنده: mayar
16 زمری 1397
په فراه کې ۵۱ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا وشوه

د فراه ولايتي چارواکي په دغه ولايت كې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
د والي وياند ناصر مهري كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ په دهزک کلي کې د ملي اردو پر درېيو پوستو بريد وکړ.
د هغه په وينا، د امنيتي ځواكونو په ځوابي هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ۱۹ طالبان وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان دي.
مهري په جګړه كې د څلورو افغان سرتېرو وژل كېدل او شپږو نورو ټپي كېدل هم تاييد كړل.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله د يادې ادعا په تړاو څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د فراه امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت په وروستيو کې تازه دمي افغان او بهرني ځواکونه ځای پر ځای شوي او ډېر ژر به هلته د حکومت د وسله والو مخالفينو د ځپلو په هدف عمليات پيل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA