ads

روحاني: د ټرمپ اداره د باور وړ نه ده

د ايران جمهور رئيس حسن روحاني اعلان وکړ، تر هغې نه شي كولاى د ډونالډ ټرمپ (د نه باور وړ) ادارې سره خبرې وکړي، چې ايران تر اقتصادي بنديزونو لاندې وي.

نویسنده: mayar
16 زمری 1397
روحاني: د ټرمپ اداره د باور وړ نه ده

د ايران جمهور رئيس حسن روحاني اعلان وکړ، تر هغې نه شي كولاى د ډونالډ ټرمپ (د نه باور وړ) ادارې سره خبرې وکړي، چې ايران تر اقتصادي بنديزونو لاندې وي.
هغه په يوه ټلويزيوني مرکه کې پرون د واشګنټن له لوري پر تهران د بياځلي بنديزونو له لګولو وروسته دا خبرې وکړې.
روحاني وويل، له داسې يوه کس سره د خبرو تمه نه شي کېدای، چې لومړی هغه ووهې او بيا يې چاړه پر ګېډه ورننباسې.
نوموړي زياته کړه، متحدو ايالتونو له اټومي تړونه په وتلو او يو ځل بيا پر تهران د بنديزونو په لګولو سره ثابته کړه، چې واشنګټن په خبرو کې د باور وړ شريک نه دی.
د روحاني په خبره، که باور موجود وي، ايران تل خبرو ته غاړه ږدي.
د تېرې جولای مياشتې په وروستيو کې ټرمپ، چې په ځلونو يې پر ايراني مشرانو نيوکې کړي، له شرط پرته له روحاني سره د ليدنې لېوالتيا څرګنده کړه.
ايرانى جمهور رئيس وايي، له ده سره خبرو کولو ته د ټرمپ د لېوالتيا هدف د ايران ټوټه کول او د دغه هېواد په ضد د رواني جګړې پيلول دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA