ads

په فراه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات پيلېږي

په فراه کې د ترور د پېښو او د وسله والو طالبانو د بريدونو له زياتېدو وروسته د دغه ولايت امنيتي چارواکي وايي، ډېر ژر به هلته د افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ ځمکني او هوايي عمليات پيل شي.

نویسنده: mayar
15 زمری 1397
په فراه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات پيلېږي

په فراه کې د ترور د پېښو او د وسله والو طالبانو د بريدونو له زياتېدو وروسته د دغه ولايت امنيتي چارواکي وايي، ډېر ژر به هلته د افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ ځمکني او هوايي عمليات پيل شي.
د فراه د پوليسو وياند محب الله محب کليد ته وويل، دا عمليات د حکومت د وسله والو مخالفينو د ځپلو په هدف د فراه ښار په څنډو او ټولو لسو ولسواليو کې پيلېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې يو شمېر امريکايي او ايټاليايي ځواکونه هم فراه ته لېږل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، د فراه د پوليسو وياند وايي، د فراه ښار په تودنک سيمه کې تېره شپه د وسله والو طالبانو بريد په شا تمبول شوی دى.
د محب په خبره، د طالبانو د بريد په غبرګون کې افغان ځمکنيو او هوايي ځواکونو په دغه کلي کې پر راټولو شوو طالبانو بريدونه کړي، دوه تنه يې ټپيان کړي او بالاخره هغوی شاتګ ته اړ شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA