ads

له افغانستان سره د امريکا ملکي مرسته کمه شوې

د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ حکومت پاکستان ته امنيتي او پراختيايي مرستې او افغانستان ته ملکي مرستې د تېرو کلونو په پرتله کمې کړې دي.

نویسنده: mayar
15 زمری 1397
له افغانستان سره د امريکا ملکي مرسته کمه شوې

د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ حکومت پاکستان ته امنيتي او پراختيايي مرستې او افغانستان ته ملکي مرستې د تېرو کلونو په پرتله کمې کړې دي.
د ۲۰۱۹م ميلادي كال لپاره د ټرمپ د حکومت په ۷۱۷ ميليارد ډالري بوديجه کې، چې د کانگرېس له لوري تاييد شوې، افغانستان ته د پوځي همکاريو لپاره پنځه ميليارد ډالر ځانگړي شوي دي.
په دغه بوديجه کې، چې د روان ميلادي كال په سپټمبر مياشت كې به اجرا شي، ۶۳۰ ميليون ډالره د افغانستان د ملکي مرستو لپاره ځانگړي شوي دي.
د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې USAID د شمېرو له مخې، متحدو ايالتونو په ۲۰۱۸م كال كې شاوخوا ۷۸۳ ميليونه او په ۲۰۱۷م كې شاوخوا يو ميليارد ډالر د افغانستان ملکي مرستو ته ځانگړي کړي وو.
بلخوا د امريکا حکومت په ۲۰۱۹م کال کې يوازې ۳۳۶ ميليونه ډالر پاکستان ته د مالي مرستې په توگه په پام کې نيولي، چې ۲۵۶ ميليونه يې اقتصادي او ۸۰ ميليونه يې پوځي مرستې دي.
دا مرستې هم د جنوبي اسيا لپاره د واشنګټن له ستراتېژۍ سره د همكارۍ په شرط اسلام اباد ته وركول كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA