د دايكندي امنيتي چارواكي د دغه ولايت په پاتو ولسوالۍكې د ۱۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا كوي.
د دايكندي امنيه قوماندان غلام سخي غفوري كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه ۱۰ بجې او ۱۵ دقيقې پر يادې ولسوالۍ بريد وكړ او جګړه د سهار تر څلورو بجو روانه وه.
د ده په وينا، په دې جګړه كې اته طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
غفوري د جګړې په مهال د يو تن ولسي پاڅون كوونكي وژل كېدل او د دوو نورو ټپي كېدل هم تاييد كړل.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د دغې ادعا په تړاو غبرګون نه دى ښودلى.
د پاتو ولسوالۍ له تاسيس وروسته په شاوخوا دوو مياشتو كې هلته د امنيتي ځواكونو او طالبانو ترمنځ درې ځلې جګړې شوي، چې په ترڅ كې يې د دواړو لورو له ۴۰ زياتو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ