په افغانستان كې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت وايي، درې بهرني سرتېري د دغه هېواد په ختيځ کې د ګزمې په مهال د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ كې وژل شوي دي.
سرچينې په يوه خبرپاڼه كې ويلي، په دې بريد كې دوه افغان او يو امريكايي سرتېرى ټپيان شوي هم دي.
په خبرپاڼه كې د وژل شوو بهرنيو سرتېرو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
بلخوا د پروان د والي ويانده وحيده شهكار وايي، دا ځانمرګى بريد د دغه ولايت د مركز اړوند خلازيي سيمه كې شوى دى.
هغې كليد ته وويل، ځانمرګي بريد كوونكي نن سهار شاوخوا شپږ بجې په ياده سيمه كې د بهرنيو ځواكونو په منځ كې، چې پر پلې ګزمې بوخت وو، خپلو چاودېدونكو توكو ته چاودنه وركړې ده.
هغې كليد ته وويل، په دې بريد كې ملكي وګړو ته زيان نه دى رسېدلى او د بهرنيو ځواكونو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو د بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او ۱۵ امريكايي سرتېرو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كړې ده.