نامعلومو وسله والو تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د فراه د مرکزي احصايې مدير صفي الله د دغه ولايت په مرکز کې وواژه.
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب كليد ته وويل، صفي الله د فراه ښار په قلعه زمان سيمه كې ووژل شو.
د نوموړي په خبره، پوليسو له دې پېښې سره د تړاو په تور يو كس له يو ميل تومانچې سره نيولى دى.
د پېښې مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
د فراه امنيتي چارواكي وايي، په تېرو دوو اونيو كې پوليسو په فراه ښار كې د ترور په تور شپږ تنه نيولي دي.