ads

په بګرام کې د بهرنيو ځواکونو د موټرو پر کاروان چاودنه شوې

د پروان په بګرام ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواکونو د موټرو پر کاروان د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې ده.

نویسنده: mayar
13 زمری 1397
په بګرام کې د بهرنيو ځواکونو د موټرو پر کاروان چاودنه شوې

د پروان په بګرام ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواکونو د موټرو پر کاروان د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې ده.
د بګرام ولسوال سيف الله بيدار وايي، دا چاودنه د جمعې په ورځ د دې ولسوالۍ په نصرو کلي کې وشوه.
د نوموړي په وينا، چاودنه هغه مهال وشوه، چې بهرني ځواکونه په سيمه کې پر ګزمې بوخت وو.
بيدار زياتوي، په دې پېښه کې يو بهرنى سرتېرى ټپي شوى او يو ټانک يې ويجاړ شوى دى.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محفوظ الله ولي زاده د پېښې پخلى وکړ، خو ويې ويل، د چاودنې په اړه جزيات له دې كبله، چې سيمه د بهرنيو ځواکونو لخوا کلابنده شوې وه او چا ته يې د ورتګ اجازه نه ورکوله، نه لري.
په همدې حال کې طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې په دغه چاودنه کې پنځه امريکايي سرتېري وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA