ads

تاجكستاني چارواکو پر بهرنيو بايسكل چلوونكو د بريد كوونكو نومونه اعلان کړل

تاجكستاني چارواكو د هغو پنځو كسانو نومونه اعلان كړل چې وايي، د تېرې شنبې ورځې په بريد كې يې څلور بهرني بايسكل چلوونكي ووژل او درې تنه نور يې ټپيان كړل.

نویسنده: mayar
13 زمری 1397
تاجكستاني چارواکو پر بهرنيو بايسكل چلوونكو د بريد كوونكو نومونه اعلان کړل

تاجكستاني چارواكو د هغو پنځو كسانو نومونه اعلان كړل چې وايي، د تېرې شنبې ورځې په بريد كې يې څلور بهرني بايسكل چلوونكي ووژل او درې تنه نور يې ټپيان كړل.
پرون د تاجكستان د حكومت په خپره شوې خبرپاڼه راغلي، د تېرې يكشنبې د شپې په عملياتو كې د دې ډلې مشر حسين عبدالصمدوف ونيول او څلور ملګري يې ووژل شول.
څارنوالانو دا پنځه تنه حسين عبدالصمدوف، عصام الدين مجيدوف او ظفر صفروف د پنج ولسوالۍ او دوه وروڼه اصل الدين او جعفر يوسف اوف د نوريك ښار اوسېدونكي بللي دي.
د پېښې په تړاو په نوريك ښار كې ۱۰ نور كسان هم نيول شوي دي.
د چارواكو په خبره، ياد پنځه كسان د ممنوع اعلان شوي ګوند د تاجكستان اسلامي نهضت غړي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA