ads

په فيليپين کې موټربم بريد ۱۱ تنه ووژل

د فيليپين په جنوبي ولايت باسيلان کې موټربم بريد ۱۱ تنه وژلي او پنځه نور يې سخت ټپيان کړي دي.

نویسنده: mayar
9 زمری 1397
په فيليپين کې موټربم بريد ۱۱ تنه ووژل

د فيليپين په جنوبي ولايت باسيلان کې موټربم بريد ۱۱ تنه وژلي او پنځه نور يې سخت ټپيان کړي دي.
راپورونه وايي، نن سهار وختي هغه مهال له چاودېدونكو توكو ډك موټر چاودنه وكړه، چې چلوونكى يې د دولتي ځواکونو له لوري د تلاشۍ په يوه پوسته کې ونيول شو.
د لميټان ښار ښاروال فوريګې رسنيو ته ويلي، د لسو چوکيو لرونکي موټر چلوونکی بهرنی وګړی ښکارېده، په سيمه ‌ييزه لهجه يې خبرې نه شوای کولای او د دولتي ځواکونو له لوري په بولنټېنګ کلي کې د تلاشۍ په يوه پوسته کې ودرول شو.
فوريګې زياته کړې، موټر چلوونکی د نورو پوښتنو او ګروېږنو لپاره د سرتېرو له لوري ونيول شو، خو په همدې وخت کې موټر ناڅاپي چاودنه وکړه.
د نوموړي په خبره، په دې چاودنه کې پنځه امنيتي سرتېري، د دوی قوماندان، درې ښځې، يو ماشوم او موټر چلوونكى وژل شوي دي.
دغه راز په پېښه كې پنځه نور امنيتي سرتېري سخت ټپيان شوي دي.
د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي، خو امنيتي چارواكي باور څرګندوي، چې دغه بريد له داعش سره د تړلې ابو سياف ډلې له لوري ترسره شوی دی.
ابو سياف ډله له ۱۹۹۱ ميلادي کال راهيسې په باسيلان ولايت کې د يوه خپلواک اسلامي دولت د رامنځته کولو لپاره مبارزه کوي.
د دې ډلې غړي په چاودنو، تښتونو او نورو ګڼو پېښو کې ښکېل دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA