په فراه كې پر يو مسافر وړونكي موټر د ماين چاودنې ۴۸ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د والي وياند ناصر مهري كليد ته وويل، نن سهار شاوخوا څلور بجې او ۳۰ دقيقې يو مسافر وړونكى موټر، چې له هراته كابل ته روان و، د فراه د بالابلوك ولسوالۍ لخشك سيمه كې د سړك غاړې پر ماين وربرابر شوى دى.
د نوموړي په خبره، د دغه ماين په چاودنه كې د يوې ښځې په ګډون اته تنه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ نور ټپيان دي.
مهري زياته كړه، د پېښې ټپيان د فراه او هرات ولايتونو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
تراوسه معلومه نه ده، چې دا ماين د چا لخوا او د كوم هدف لپاره ځاى پر ځاى شوى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ