د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د کډوالو پر ریاست وسله وال برید شوی
د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، نن غرمه شاوخوا دوولس بجې د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې د کډوالو پر ریاست ډلهییز وسلهوال برید شوی.
خوګیاڼی زياتوي، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او سیمه یې کلابنده کړې.
د نوموړي په خبره، تر دې مهاله د مرګژوبلې په اړه کره جزیات په لاس نه لري، خو نوموړی ټينګار کوي چې د یاد ریاست ګڼ شمېر کارکوونکي له یاد ریاسته په خوندي ډول ايستل شوي دي.
د دغه بريد مسووليت تر دې مهاله کومې وسلهوالې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.
په دې تړاو نور جزيات وروسته خپرېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ