ads

د لاسي صنعت اتله

افغان ښځو تل له اقتصادي ستونزو سره د مقابلې په پار بېلا بېلې لارې ازمويلې او تر نارینهوو بریالۍ ختلې دي. نظیفه خورشیدي د همدغسې مېرمنو له ډلې ده. نوموړې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکې ده. دا مېرمن هم خپل ماشومان روزي، هم د یوې مهربانه نرسې په توګه دنده اجرا کوي او هم د لرګینو توکو پر مټ لرګینه انځورګري او شبکهکاري کوي.

نویسنده: mayar
3 زمری 1397
د لاسي صنعت اتله

افغان ښځو تل له اقتصادي ستونزو سره د مقابلې په پار بېلا بېلې لارې ازمويلې او تر نارینهوو بریالۍ ختلې دي. نظیفه خورشیدي د همدغسې مېرمنو له ډلې ده. نوموړې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکې ده. دا مېرمن هم خپل ماشومان روزي، هم د یوې مهربانه نرسې په توګه دنده اجرا کوي او هم د لرګینو توکو پر مټ لرګینه انځورګري او شبکهکاري کوي.
شاوخوا دوه کاله کېږي چې مېرمن نظیفې په خپل کور کې یوه کوچنۍ کارخونه پرانستې ده، په دغه کارخونه کې ۸تنه نورې مېرمنې هم ورسره کار کوي. نظیفه خورشيدي وايي: «فقط په ۱۰زره افغانیو چې له خپل معاشه مې سپمولې وې، د کار لومړني وسایل واخستل، لومړنیو کوچنیو کارونو مې ډېر زیات مینهوال پیدا کړل.»
خورشیدي چې د پروموټ پروژې په چوکاټ کې په یوه دوه میاشتني روزنیز پروګرام کې برخه اخستې وايي، په کندهار کې د ښځو لهپاره کاري فرصتونه شته، خو په دې شرط چې د چارواکو له لوري وهڅول شي.
خورشیدي په خپل هنر توانېدلې چې د خپل خاوند لهپاره هم د کار زمینه برابره کړي، د هغې خاوند په بازار کې د دوی له لوري تولید شوي توکي پلوري او له خوښوونکو څخه نوي فرمایشونه اخلي: «خاوند مې ډيزاينونه كور ته راوړي او موږ يې جوړوو، ډېری خلك دې ته لېواله دي چې د افغانستان په نقشه باندې یې د لرګي په وسیله نوم ولیکو او یا یې د یوې صافي لرګینې تختې پرمخ انځور وکاږو.»
مېرمن خورشيدي په اصل کې د قابلګۍ په برخه کې زدهکړې لري او د ماسپښین تر دوو بجو د خپلې سیمې په یوه کلینیک کې کار کوي او تر هغه وروسته بیا په کور کې خپل لاسي کارونه مخته وړي. نوموړې وايي، د پروموټ پروژې چارواکو ورسره ژمنه کړې چې ځینې ماشینونه به په اختیار کې ورکړي. خورشیدي وايي که چېرې دغه ماشینونه یې ترلاسه کړل کولای شي ۱۵تنه نورو مېرمنو ته هم د کار زمینه برابره کړي: (( دا مېرمنې به له المونیو او ښيښهيي توکو څخه د لاسي توکو د جوړولو په پار وګمارل شي.))
کوم اومه توکي چې مېرمن خورشیدي یې دمګړۍ د خپلو لاسي صنایعو لهپاره کاروي، غمي او لرګي دي. ځینې لرګي له هېواده بهر د پاکستان له کراچۍ څخه راغواړي او ځینې نور بیا په هېواد کې دننه پیدا کېږي: (( موږ په حقیقت کې د لرګي او غمیو پر مټ مجسمه سازي کوو، نو د اړتیا وړ لرګي مو دلته هم پیدا کېږي، خو ستونزه دا ده چې ښه کیفیت نهلري، نو ځکه یې له کراچۍ څخه راغواړو.))
له مېرمن خورشیدي سره مو د پروموټ پروژې په اړوند په یوه جوړ شوي کنفرانس کې چې په کابل کې و، ولیدل. دغلته د دوی ځینې تولیدي صنایع هم نندارې ته اېښودل شوي وو. خورشیدي وویل چې په نږدې راتلونکې کې به د اړوندې پروژې له لوري په یوه لوی نندارتون کې د ګډون په پار بیا کابل ته راشي.
دا صنعتکاره مېرمن هیله لري چې د کندهاري مېرمنو د لاسي صنعت لهپاره بازارموندنه وشي. نوموړې وايي، په کندهار ولایت کې ډېری ښځې په تاراوبدلو، خامک او د کندهاري خولیو په جوړولو بوختې دي: «ما په لرګي د انځورونو کښل له پلار څخه زده کړل، له انټرنټ مې بیا د خپلو ډیزاینونو لهپاره ګټه پورته کړه، خو پانګه مې خپله وه.»
پروموټ د افغات دولت او امریکې متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیايي ادارې یو ګډ پروګرام دی. دا د امریکا متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) په تاریخ کې ښځو ته د واک ورکولو تر ټولو لویه پروژه ده. هدف يې دا دی چې افغان مېرمنو ته په سیاسي، خصوصي او ټولنیزو سکټورنو کې د مشرتوب فرصتونه برابر کړي او د ښځو موجوده او پخواني پروګرامونه غښتلي کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA