542
۳ زمری ۱۳۹۷
لیکونکی: حسيب‌الله نوري

جلان: ځینې خبرې سپینې او په جرئت لیکم

د کليد وېبپاڼې درنو لوستونکو دا ځل مو د پښتو شعر د بڼ له زلمي او تاند بلبل، ليکوال او ژورناليست سيدجيلاني جلان سره مرکه کړې ده. جلان د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ د زرغونې سيمې ځاځي اريوب اوسېدونکی دی. خو په افغان ټاټوبي جګړو او نورو ناخوالو د ډېرو نورو افغان کډوالو په څېر دی هم کډوالۍ ته اړ کړی او تر ۱۲ټولګي پورې یې په کوزه پښتونخوا کې زدهکړې کړې دي. بيا يې د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون ته لار موندلې او د دغه پوهنتون د ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې يې د لېسانس سند ترلاسه کړی دی. دغه راز يې په کابل کې له دنيا خصوصي پوهنتون څخه په عامه اداره کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او اوسمهال په کابل کې په فرهنګي، ژورناليستيکو، ادبي او ټولنيزو فعاليتونو بوخت دی. نور مو نه تم کوو، تاسې درانه لوستوال له جلان سره زموږ د همکار حسيبالله نوري چمتو شوې مرکې ته رابولو:
کليد: څه وخت مو د شعر ليکلو ته مخه کړه، ایا لومړنی شعر مو په یاد دی؟
جلان: کابو ۱۸کاله وړاندې مې د شعر په لیکلو پیل وکړ، خو په خواشینۍ سره باید ووایم چې خپل لومړنی شعر مې نه دی په یاد، که نه درته مې زمزمه کاوه.
کليد: څو شعري ټولګې او نور چاپ او ناچاپ اثار لرئ؟
جلان: د شعرونو دوه کتابونه مې چاپ شوي دي، د ګلپاڼو اتڼ او د هېندارو درې نومېږي. درېيم کتاب مې هم چاپ ته چمتو دی چې په مناسب وخت کې به يې چاپ کړم. د لنډو کیسو يوه ټولګه، د ماسټرۍ د تیزس موضوع علمي او څېړنیز اثر او د ژوند د خوږو او ترخو خاطرو ناچاپه اثار هم لرم.
کليد: ستاسې د شعرونو او نثرونو ژبه ډېره ساده او ولسي ده، دا ولې؟
جلان: ځکه چې ژوند په سادګۍ کې دی. څومره چې ژوند له تکلف څخه ډک وي، هومره ستونزمن او بېخونده وي، همداسې شاعري او لیکوالي هم درواخله. شعر او نثر باید په روانه او ساده ژبه ولیکل شي، خو مفهوم یې باید ژور وي. کله چې ساده لیکلو کې مفهوم ژور شي، نو لوستونکي او اورېدونکي فکر کولو ته اړ باسي، کله چې انسان فکر کولو ته اړ شو، نو مطالعه کوي، مشاهده کوي، هڅه کوي او بالاخره معلومات ترلاسه کوي. شعوري او غیرشعوري زېرمې یې ډکېږي. ژوند یې د بریا په لوري درومي.
کليد: تاسې ښه ليکوال او کرهکتونکی هم يادېږﺉ، د دې راز په څه کې دی؟
جلان: دا ستاسې مینه ده ګنې زه په خپل نظر نه ښه لیکوال یم او نه ښه کرهکتونکی، ځکه کرهکتنه خپل اصول او معيارونه لري چې هغه په ما کې نشته. او بریالی هم نه یم. خو یوه خبره شته چې زه په لیکوالۍ کې د ریالیزم طرفدار یم. ځینې خبرې سپینې لیکم او په جرئت یې لیکم.
کليد: کوم وخت درته د شعر الهام کېږي؟
جلان: د شعر لهپاره کوم ځانګړی حالت او وخت نهلرم، کله چې د الهام خوښه شوه راځي، ګنې په میاشتو میاشتو یې هم نه وینم. کله چې الهام نه راباندې راځي، زه یې هم ډېر نه په تکلیفوم، يعنې زه هم نه پسې ورځم. کله چې راغی بیا یې په تندي ښکلوم. راوړې ډالۍ یې په مینه اخلم او په مینه یې د شعر او هنر خوږو کې ګډوم، خو دا په دې معنا هم نهده چې شاعر دې الهام ته کېني. که غواړي الهام پرې راشي، نو ریاضت دې وکړي او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د خپلې ټولنې، ولس او کایناتو ژوره مشاهده دې وکړي، نو الهام خپله پرې راځي.
کليد: شعرونه مو په کوم قالب کې دي؟
جلان: څلوریزې، ازاد شعرونه او مقید نظمونه مې هم لیکلي دي. خو ډېر مې غزلونه لیکلي دي، ځکه غزل مې د خوښې او علاقې وړ قالب دی.
کليد: په څه کې روحي سکون احساسوﺉ؟
جلان: مجبور يم ځواب درکړم، خدای دې په کې ريا نه راولي، لومړی د خدای (ج)په عبادت کې روحاً ارام وم، روحي سکون راباندې راشي، دویم چې کله په مینه او ژړا ژړا شعر ولیکم او بیا یې یو ځل یا دوه ځله له ځان سره ولولم روحي سکون راباندې راشي. درېیم له ماشومانو سره خبرې روحي سکون راکوي. ځینې نور ټولنیز او فرهنګي فعالیتونه هم شته.
کليد: ستاسې شعرونه او ليکنې ډېر مينهوال لري، د دې راز په څه کې دی؟
جلان: له مینهوالو جار شم، کوښښ کوم چې د ټولنې هغه خبرې چې د بل چا ورته فکر نه وي، زه یې په شعر او لیکنو کې راواخلم او بېرته یې ټولنې ته د قلم او هنر له لارې ورکړم، یو راز یې شاید همدا وي. شاید ځینې نور هم وي.
کليد: د خپلو شعرونو، ليکنو او فعاليتونو له کبله څومره ستايل شوي ياست؟
جلان: زه ځان نه هغه شاعر ګڼم، نه لیکوال، نه هنرمند، نه عالم او نه د بلې رشتې پوه یا دانشمند چې خپل فعالیتونه او کړنې د ستاينليکونو یا ایوارډونو لهپاره ترسره کوي او د ستاينې او ايوارډونو لهپاره اثار ليکي. زه د مینې، شوق او د ټولنې د اړتیاوو سره سم شعر لیکم، لیکنې کوم او ژورنالیستیک فعالیتونه کوم. نه د مډال تږی یم، نه د ستاینلیک او نه هم په دې برخه کې د چا مالي ملاتړ غواړم. تر اوسه مې نه یادېږي چې چا ته مې ویلی وي یا مې په ذهن کې هم ګرځېدلي وي چې څوک دې ما تقدیر کړي. انسان ته مې د شعر، لیکنې او خبرو له لارې خیر رسونه، د خپلې ټولنې او ولس متقابله مینه زما لهپاره تر ټولو لوی تقدیر دی. خو له دې سره سره ډېر زیات تقدیر شوی هم یم، چې د خپلې افغاني او پښتني ټولنې د لورینو قدرداني کوم. که په ټولیزه توګه ووایم، په هېواد کې دننه او له هېواده بهر، مختلفو افغاني ټولنو او ولس ماته تر اوسه پورې په ژورنالیستیکو، فرهنګي او په ځانګړي ډول د شعر په برخو کې کابو (۴۰) ستاینلیکونه او تقدیرنامې راکړې دي. د ۲۰۱۵کال د هېواد د غوره او نوښتګر شاعر په توګه د ژوند مدني بنسټ او ځینو نورو مدني او فرهنګي ټولنو لخوا د سرو زرو مډال راکړل شوی. همدا رنګه د ولس او د ولس د باسواده او روښانفکره مشرانو لخوا دوه ځله د اعزاز پګړۍ راپه سر شوې ده. مختلفو فرهنګي او ټولنیزو اتحادیو مې کابو پنځه ځله د کتابونو د مخکتنې او همدا ډول زما د ناڅیزه هنر د نمانځلو او قدردانۍ لهپاره غونډې نیولې دي. د ټولو له مینې او اخلاص قربان شم.
کليد: ایا داسې شعرونه او غزلې هم لرﺉ چې سندرغاړو په خپلو سندرو کې ویلې وي او ایا دا کار له تاسو سره په مشوره شوی دی؟
جلان: ډېر په موسیقۍ کې د خپل شعر د ویلو شوقي نه یم. ځکه لکه وړاندې مې چې وویل، شاعري او لیکوالي د خپلې مینې او شوق پر بنسټ کوم. خو ځینې شعرونه مې سندرغاړو ویلي، ځینو کې یې له ما مشوره غوښتې او ځینې یې پخپل سر ویلي دي چې د هغوی له ډلې د هېواد ځوان سندرغاړي او نږدې دوست جاوید امرخیل زما څو غزلونه او ازاد نظمونه په خپل غږ کې سندره کړي دي. کور یې ودان.
کليد: د پښتو شعر لهپاره څومره کار کېږي او ایا یوازې مناسبتي مشاعرې په دې برخه کې کفایت کوي؟
جلان: اوسمهال پښتو شعر ښه په شرنګ کې روان دی. په ځانګړي ډول ځوان پښتو شعر. مناسبتي مشاعرې یوازې د ټولنیزو اړیکو جوړولو او یو بل پېژندلو او خپل درد ویلو او د بل پیغام اورېدلو لهپاره ښې دي او ګټه هم کوي، خو علاوه پر دې ګڼ شمېر شاعران او لیکوالان د پښتو ادب لهپاره په کار بوخت دي. د ادب د ټولو لارویانو قدمونه دې ګړندي وي.
کليد: په رسنیزو برخو کې مو څومره کار کړی دی؟
جلان: کابو ۱۳کاله کېږي چې له بېلابېلو رسنیو؛ راډیوګانو، ټلویزیونونو، مجلو او ویبپاڼو سره مې د لیکوال، ویاند، د متن او ژبې اېډېټر او پروډیوسر په توګه دنده ترسره کړې ده او اوس هم له دوو رسنیو (راډیو او ټلویزیون) سره فرهنګي او ټولنیزې خپرونې پرمخ وړم.
کليد: که ستاسې شخصي ژوند ته راشو، د واده ثمره مو څه ده او رښتيا دا چې د ژوند ملګرې مو زدهکړې کړې دي که نه، ځکه ډېر کله موږ د نجونو د زدهکړو په اړه خبرې کوو؟
جلان: هو شکر! د ژوند ملګرې مې شرعیات لوستي دي، کله کله شعر هم لیکي او تر یوه حده ژورنالیستیک او ټولنیز فعالیتونه هم کوي. مشره لورکۍ مې چې هیلهجانه نومیږي، په درېیم ټولګي کې ده، زوی مې هېوادجان په لومړي ټولګي کې دی او وړه لورکۍ څانګه مې تر اوسه د دې جوګه نهده چې ښوونځي ته لاړه شي. که خدای کول او ژوندی وم، اولادونه مې ټول تر لوړو زدهکړو رسوم او له ټولو هېوادوالو مې هیله ده چې په خپلو اولادونو زدهکړې وکړي او د علم په زېور یې ذهنونه او فکرونه ور ښکلي کړي.

غزل
اه احساسوم دې ښه په مینه د مزې په څېر
اې خوږې! ته ټوله د نوروز د هفت مېوې په څېر
لاس درباندې بر د ستمګرو د بادو مه شه
خدای دې وساته د پښتنې د لوپټې په څېر
اې باور دې کېږي؟ چې له خوبه سترګې پرانیزم
ستا نامه مې خولې باندې راځي د کلمې په څېر
اوس زما د روح د جزیرې ټولو هېندارو کې
ته راشنه د ښکلې مقدسې منظرې په څېر
لاس په جلان واړوه چې سمه مشهوره شې
خلک به دې لولي د هنر د زمانې په څېر

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *