ads

د جنوبي كوريا په تكواندو لوبو كې افغان لوبغاړي وځلېدل

د افغانستان د تكواندو ملي لوبډلې د كوريا – اوپن په نوم سياليو كې د سرو زرو او برونزو څلور مډالونه وګټل.

نویسنده: mayar
2 زمری 1397
د جنوبي كوريا په تكواندو لوبو كې افغان لوبغاړي وځلېدل

د افغانستان د تكواندو ملي لوبډلې د كوريا – اوپن په نوم سياليو كې د سرو زرو او برونزو څلور مډالونه وګټل.
د دې لوبډلې روزونكى بشير تركى وايي، افغانستان د جاپان، انډونيزيا، امريكا او قزاقستان په ګډون يو شمېر هېوادونو ته ماتې وركړې.
نثار احمد عبدالرحيمزي او فرزاد منصوري په دغو سياليو كې د سرو زرو او رامش حسيني او محسن رضايي د برونزو مډالونه ترلاسه كړل.
د ۶۱ هېوادونو په ګډون دا درې ورځنۍ لوبې د دوشنبې په ماښام په جنوبي كوريا كې پاى ته ورسېدې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA