د جوزجان ولايتي چارواکي د جمهور رئيس د لومړي مرستيال د هرکلي په هدف د خوښۍ په ډزو کې د پنځو تنو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري کليد ته وويل، تېره شپه د جنبش ګوند پلويانو په شبرغان ښار کې د جنرال عبدالرشيد دوستم د هرکلي لپاره هوايي ډزې کړي، چې په ترڅ کې يې درې مېرمنې، يو ماشوم او يو سړى ټپيان شوي دي.
دوستم پرون مازديګر كابل ته له راستنېدو سره سم له خپلو پلويانو وغوښتل، چې له تحصن او اعتراضونو لاس واخلي او د موسيقۍ له الو په استفادې جشن ترسره کړي، خو پلويانو يې هوايي ډزې وکړې، چې له کبله يې يو شمېر هېوادوال ټپيان شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ