په اروزګان ولايت كې افغان ځواكونو لسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلې لېوا د عامه اړيكو مسوول جان خان نصرتي كليد ته وويل، په چوره ولسوالۍ كې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال يو وسله وال طالب وژل شوى او څلور ملګري يې ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته كړه، په دهراود ولسوالۍ كې بيا د طالبانو او افغان ځواكونو ترمنځ جګړه كې هم يو وسله وال طالب وژل شوى او څلور تنه نور ژوبل دي.
نصرتي خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه ونه ويل.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.