ads

مشرانو جرګې خپله دوبنۍ رخصتي پيل كړه

مشرانو جرګې د ملي شورا د شپاړسمې دورې د اتم تقنيني كال دوبنۍ رخصتي پيل كړه.
د يادې جرګې اداري پلاوى وايي، دوى په خپلو اړوندو دندو كې، چې د قوانينو تصويب، د حكومت د كړنو څارنه او د خلكو ستونزې تر حكومت پورې رسول دي، د پام وړ لاسته راوړنې لري.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 چنګاښ 1397
مشرانو جرګې خپله دوبنۍ رخصتي پيل كړه

مشرانو جرګې د ملي شورا د شپاړسمې دورې د اتم تقنيني كال دوبنۍ رخصتي پيل كړه.
د يادې جرګې اداري پلاوى وايي، دوى په خپلو اړوندو دندو كې، چې د قوانينو تصويب، د حكومت د كړنو څارنه او د خلكو ستونزې تر حكومت پورې رسول دي، د پام وړ لاسته راوړنې لري.
د مشرانو جرګې منشي محمد طيب عطاء نن د تېرو څلورنيمو مياشتو كاري راپور د جرګې غړو ته وړاندې كړ.
په دغه راپور كې ويل شوي وو، چې نوموړې جرګې په تېرو څلورنيمو مياشتو كې څلوېښت عمومي او پنځه سوه دوه دېرش د كمېسيونونو غونډې كړي، چې دغو غونډو ته يې له پنځوسوو ډېر دولتي چارواكي هم ورغوښتي دي.
د ملي شورا دواړې جرګې په كال كې دوه ځله يوه نيمه يوه نيمه مياشت رخصتي كوي، چې يو ځل په ژمي او بل په اوړي كې د خپلو رخصتيو لپاره د ملي شورا رسمي چارې رخصتوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA