ads

د پکتيکا والي د پوهنې له سرپرست وزير سره وليدل

د پوهنې وزارت سرپرست محمد ميرويس بلخي د پکتيکا له والي محمد الياس وحدت سره په خپل کاري دفتر کې وليدل او د اړوندو بېلابېلو مسايلو په اړه يې ورسره خبرې وكړې.

نویسنده: mayar
31 چنګاښ 1397
د پکتيکا والي د پوهنې له سرپرست وزير سره وليدل

د پوهنې وزارت سرپرست محمد ميرويس بلخي د پکتيکا له والي محمد الياس وحدت سره په خپل کاري دفتر کې وليدل او د اړوندو بېلابېلو مسايلو په اړه يې ورسره خبرې وكړې.
د پوهنې وزارت په خبرپاڼه كې راغلي، د ليدنې په ترڅ کې بلخي د پکتيکا د پوهنې روان وضعيت په هر اړخيز ډول و ارزاوه او په دې ولايت کې يې د پوهنې وزارت د پروګرامونو پلي کېدو پر څرنګوالي هم بحث وکړ.
د ليدنې په مهال د پکتيکا والي د دغه ولايت د پوهنې روان بهير په وړاندې شته ستونزې او ننګونې د پوهنې له سرپرست وزير سره شريکې کړې او د حل په برخه کې يې د وزارت د مشرتابه د ملاتړ او همکارۍ غوښتونکى شو.
وحدت د پكتيكا د پوهنې بهير د ودې او پياوړتيا په ځانګړي ډول له پوهنې د ملاتړ کال د پروګرامونو عملي کېدو په برخه کې د ولايت مقام د هر ډول مرستې او همکارۍ يادونه او ژمنه يې وکړه، چې د دې ولايت په بېلابېلو برخو کې به د پوهنې اړوند پروګرامونو عملي کېدو ته زمينه برابره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA