د لوګر د مرکز پل علم او محمداغې ولسوالۍ د نجونو او هلکانو له ۳۸ ښوونځيو سره د ۶۷ خېمو مرسته وشوه.
د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دغه مرسته د بېسټ په نوم د پوهنې د يوې همکارې موسسې لخوا شوې، چې ټول ۱۱۴ زره امريکايي ډالره ارزښت لري او هر ښوونځي ته له يوې تر درېيو پورې خېمې ووېشل شوې.
دا خېمې هغو ښوونځيو ته ورکړل شوې، چې ودانۍ لري، خو د زده کوونکو د شمېر ډېروالي له كبله د درسي خونو له کمښت سره مخ دي.
د لوګر د پوهنې رياست په وينا، يادې موسسې د دې ولايت د پوهنې په برخه کې له تېر يوه کال راپدېخوا خپل فعاليت پيل کړى، چې د پوهنې د ودې لپاره يې خورا ارزښتناکې مرستې کړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ