ads

طالب استازو له امريکايي چارواکو سره خبرې کړې

د طالبانو سرچينې وايي، د دې ډلې استازو له امريكايي چارواكو سره خبرې كړې دي.

نویسنده: mayar
30 چنګاښ 1397
طالب استازو له امريکايي چارواکو سره خبرې کړې

د طالبانو سرچينې وايي، د دې ډلې استازو له امريكايي چارواكو سره خبرې كړې دي.

امريكايي اېن بي سي خبري شبكې د طالب سرچينو له قوله راپور وركړى، چې دا ليدنې په افغانستان، قطر او متحده عربي اماراتو كې ترسره شوې دي.

يوه طالب مركچي د نوم نه ښودلو په شرط يادې خبري شبكې ته ويلي، د دوى استازو د قطر د پايتخت دوحې په يوه هوټل كې څو وارې له امريكايي چارواكو سره كتلي دي.

د هغه په وينا، په دغو ملاقاتونو كې د امريكايي چارواكو شمېر له پنځو تنو زيات نه وو.

دى وايي، له امريكايي چارواكو سره مذاكره كوونكي طالب استازي د خپل امنيت په اړه اندېښمن دي او تدابير يې نيولي، ترڅو د روسيې، چين او عربي هېوادونو استخباراتي ادارې يې ونه پېژني.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو له استازو سره د دغه هېواد د چارواكو ليدنې نه تاييدوي خو وايي، د ډونالډ ټرمپ حكومت د افغان ستونزې د حل غوښتونكى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA