ads

د عالمانو سرتاسري شورا د سوله غوښتونكو ولسي حركتونو پر ملاتړ ټينګار وکړ

د سولې عالي شورا او د عالمانو سرتاسري شورا چارواكي وايي، په افغانستان كې د روانې جګړې په اړه د اسلامي نړۍ د عالمانو فتوا يو تاريخي كار و او له دې وروسته به په دغه برخه كې نوى بدلون رامنځته شي.

نویسنده: mayar
30 چنګاښ 1397
د عالمانو سرتاسري شورا د سوله غوښتونكو ولسي حركتونو پر ملاتړ ټينګار وکړ

د سولې عالي شورا او د عالمانو سرتاسري شورا چارواكي وايي، په افغانستان كې د روانې جګړې په اړه د اسلامي نړۍ د عالمانو فتوا يو تاريخي كار و او له دې وروسته به په دغه برخه كې نوى بدلون رامنځته شي.

د سولې عالي شورا د دارلانشاء رئيس محمد اكرم خپلواك نن په ګډه خبري غونډه كې وويل، د دې شورا او افغان عالمانو هڅې سبب شوې، چې د اسلامي نړۍ عالمان په سعودي عربستان كې تاريخي فتوا صادره كړي او د افغانستان جګړه ناروا وبولي.

نوموړي زياته كړه، د سعودي عربستان او نورو اسلامي هېوادونو بې طرفه هڅې په دې هدف دي، چې طالبان بين الافغاني مذاكراتو ته چمتو شي او جګړه ختمه اعلان كړي.

په همدې حال كې د عالمانو سرتاسري شورا رئيس قيام الدين کشاف د اسلامي نړۍ عالمانو د فتوا د هركلي ترڅنګ وايي، د سوله غوښتونكو ولسي حركتونو ملاتړ بايد وشي.

د روانې جولاى مياشتې په لسمه او يوولسمه نېټه په جده او مکه مکرمه کې د افغانستان په اړه له دېرشو د زياتو اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو كنفرانس جوړ شوى و.

دوى په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او پر طالبانو يې غږ وکړ، چې سولې ته غاړه کېږدي.

طالبانو بيا دا ډول کنفرانسونه دسيسه بللې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA