په ننګرهار کې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست له لسګونو جګړه ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ياد رياست رئيس عبدالحکيم شېرزاد وايي، دا مرسته يې د کومک پروژې په همکارۍ د کوټ او بټي کوټ ولسواليو ۵۲ جګړه ځپلو کورنيو سره ترسره کړه.
دى زياتوي، هرې کورنۍ ته ۱۳ قلمه خوراکي او غيرې خوراکي توکي، چې اوړه، وريجې او نور د اړتيا وړ مواد په کې شامل وو، ورکړل شول چې د يوې کورنۍ سهم نېږدې ۱۴ زره افغانۍ ارزښت لري.
د شېرزاد په وينا، دوى او يو شمېر مرستندويه ادارو په روان مالي کال کې ۱۰۸۵ جګړه ځپلو كورنيو سره بېړنۍ مرستې کړې دي.
خو جګړه ځپلې کورنۍ د مننې ترڅنګ شوې مرسته کافي نه بولي او د نورو مرستو غوښتنه کوي.