د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ كې تېره شپه نامعلومو وسله والو يوه ښوونځي ته اور اچولى دى.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، نامعلومو وسله والو د خوګياڼو ولسوالۍ د چمتلې سيمې د نجونو لېسې ته اور ورته كړى، چې له اورلګېدنې سره سم پوليس سيمې ته رسېدلي او اور يې مړ کړى دى.
د هغه په وينا، اور د لېسې ودانۍ ته زيان نه دى رسولى، خو دوه خېمې، پنځه فرشونه او ځينې نور توكي يې سوځولي دي.
خوږياڼي زياته كړه، د پېښې په اړه څېړنه روانه ده او په تور يې د ښوونځي دوه ملازمين نيول شوي دي.
تراوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې په دې تړاو څه نه دي ويلي.
د يادولو ده، چې له دې څو ورځې وړاندې په بټي کوټ ولسوالۍ کې هم نامعلومو وسله والو د کپتان بابا ښوونځى په بشپړ ډول سوځولى و.