ads

له دوو ګاونډيو هېوادونو خپل هېواد ته سلګونه افغان بنديان انتقالېږي

لويه څارنوالي وايي، سلګونه افغان زندانيان به په لنډ وخت کې له ايران او تاجکستان څخه افغانستان ته انتقال شي.
د لويې څارنوالۍ د ازاديو د سلب شوو ځايونو د څار برخې رئيس عزيز احمد سرباز وويل، ډېرى زندانيان به له ايرانه هېواد ته را ستانه شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 چنګاښ 1397
له دوو ګاونډيو هېوادونو خپل هېواد ته سلګونه افغان بنديان انتقالېږي

لويه څارنوالي وايي، سلګونه افغان زندانيان به په لنډ وخت کې له ايران او تاجکستان څخه افغانستان ته انتقال شي.
د لويې څارنوالۍ د ازاديو د سلب شوو ځايونو د څار برخې رئيس عزيز احمد سرباز وويل، ډېرى زندانيان به له ايرانه هېواد ته را ستانه شي.
د نوموړي په خبره، اوس مهال شاوخوا ۴۰۰۰ افغانان په ايران كې زنداني دي، چې د نېږدې ۱۰۰۰ تنو اسناد يې تنظيم كړي او ۶۲۳ تنه يې هېواد ته راغلي دي.
سرباز زياته كړه، په تاجکستان کې بيا ۱۷۴ افغان زندانيان خپل هېواد ته د تګ لپاره چمتو شوي دي.
افغانستان له ايران او تاجكستان سره د بنديانو د تبادلې هوكړې لاسليك كړي، چې له مخې يې تر دا مهاله سلګونه افغان زندانيان خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.
د بهرنيو چارو، عدليې او کورنيو چارو وزارتونو او لويې څارنوالۍ په همکارۍ افغان بنديان له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته انتقالېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA