د كونړ ولايتي چارواكي وايي، داعش ډلې د دې ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ كې د اِريا په نوم د ماين پاكۍ موسسې ۱۲ كاركوونكي تښتولي دي.
د دغې موسسې د مشر عارف الله عظيمي په وينا، دغه كاركوونكي يې تېره ورځ له كاري سيمې تښتول شوي، چې تراوسه يې درك نشته او نه يې هم د را خوشې كېدو په اړه معلومات لري.
د كونړ د والي وياند عبدالغني مصمم كليد ته وويل، د اِريا په نوم د ماين پاكۍ موسسې ۱۲ كاركوونكي داعشيانو د ماڼوګي ولسوالۍ په غركۍ سيمه كې برمته كړي دي.
نوموړي زياته كړه، پر يادې سيمې حكومتي ولكه نشته او د تښتول شوو ماين پاكانو د را خوشې كولو په هدف د ولايتي ادارې هڅې روانې دي.
داعش ډلې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو په دې وروستيو كې په كونړ كې پر وسله والو طالبانو سربېره د داعشيانو د حضور راپورونه هم وركول كېږي.