ads

قيومي: نړيواله ټولنه د افغانانو ترڅنګ پاتې كېږي

د ماليې وزارت سرپرست محمد همايون قيومي وايي، د ملي يووالي حكومت انكشافي شريكانو د افغانستان له لاسته راوړنو او پرمختګونو ملاتړ او ژمنه يې وكړه، چې د افغانان ترڅنګ پاتې كېږي، ترڅو دا هېواد تلپاتې ثبات ته ورسېږي.
نوموړي دغه څرګندونې نن په كابل كې د نظارت او انسجام د ګډ بورډ د غونډې په پاى كې وكړې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 چنګاښ 1397
قيومي: نړيواله ټولنه د افغانانو ترڅنګ پاتې كېږي

د ماليې وزارت سرپرست محمد همايون قيومي وايي، د ملي يووالي حكومت انكشافي شريكانو د افغانستان له لاسته راوړنو او پرمختګونو ملاتړ او ژمنه يې وكړه، چې د افغانانو ترڅنګ پاتې كېږي، ترڅو دا هېواد تلپاتې ثبات ته ورسېږي.
نوموړي دغه څرګندونې نن په كابل كې د نظارت او انسجام د ګډ بورډ د غونډې په پاى كې وكړې.
قيومي وويل، په دې غونډه كې پر كانونو پانګونې، اداري فساد سره مبارزې، د كرنې سكټور پراختيا، د انرژۍ سكټور پراختيا، د افغانستان وضعيت او انكشافي لومړيتوبو پر بنسټ د مالي بوديجې ترتيب او د افغانستان اقتصادي پراختيا او سيمه ييز اتصال د ودې په اړه خبرې وشوې.
د ماليې وزارت سرپرست زياته كړه، د نظارت او انسجام د ګډ بورډ د غونډې هدف دا و، چې د پرمختګونو او لاسته راوړنو او همدارنګه د جينوا غونډې د مديريت د څرنګوالي او ستونزو په تړاو بحث وشي.
د جينوا په غونډه كې به، چې د راتلونكې نومبر مياشتې په ۲۸مه نېټه په سويس كې جوړېږي، د افغانستان پر امنيت، سولې او ځينو نورو مسايلو خبرې وشي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA