ads

د ځنګلونو د احيا لپاره كونړ ته درې ميليونه ډالر وركول كېږي

د کونړ ولايتي اداره دې ولايت ته د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 چنګاښ 1397
د ځنګلونو د احيا لپاره كونړ ته درې ميليونه ډالر وركول كېږي

د کونړ ولايتي اداره دې ولايت ته د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.
د كونړ د رسنيو له دفتره كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، والي عبدالستار ميرزکوال د چهارشنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر په مهال د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزير نصير احمد دراني سره د ليدنې په ترڅ كې د کونړ د ځنګلونو بيا احيا کولو، د جلغوزو او چهارمغزو مصنوعي ځنګلونو، د ماهيانو د روزنې فارمونو، سړو خونو او کوپراتيفونو د جوړېدو ترڅنګ د اوبو تنظيم او بزګرانو ته د پورونو، کېمياوي سرې او اصلاح شوو تخمونو ورکولو په برخه کې د مرستو غوښتنې وکړې.
ميرزکوال وويل، د کونړ سيند زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه لاندې کړې او زرګونه جريبه نوره ځمكه يې له ګواښ سره مخ ده، چې په وينا يې، که مرکزي حکومت په دې برخه کې اقدام ونه کړي، نو ګڼې کرنيزې ځمکې به يې له منځه لاړې شي.
په ورته مهال د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزير نصير احمد دراني د کونړ د كرنيز سکټور د پياوړتيا په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او زياته يې کړه، د ځنګلونو د بيا احيا کولو لپاره به نوي مالي کال کې كونړ ته درې ميليون ډالره بوديجه ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA