ads

د هېواد د بايسكل ځغلونې فدراسيون پخوانى رئيس ونيول شو

د كورنيو چارو له درنو جرمونو سره د مبارزې رياست د وزرشكارانو اړوند د سلګونه زره افغانيو د حيف او ميل په تور د هېواد د بايسكل ځغلونې فدراسيون د پخواني رئيس صادق صادقي د نيولو خبر وركوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 چنګاښ 1397
د هېواد د بايسكل ځغلونې فدراسيون پخوانى رئيس ونيول شو

د كورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې رياست د وزرشكارانو اړوند د سلګونه زره افغانيو د حيف او ميل په تور د هېواد د بايسكل ځغلونې فدراسيون د پخواني رئيس صادق صادقي د نيولو خبر وركوي.
دغه رياست نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، صادقي وروسته له هغې ونيول شو، چې مرسته شوي ورزشي دوه زره ډالري بايسكلونه يې په زرو ډالرو پلورلي وو.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، د تورن له كوره ۲۰ ورزشي بايسكلونه او زر ډالر ترلاسه شوي دي.
د سرچينې په وينا، صادقي پرې لګېدلي تورونه منلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA