ads

کليد ګروپ د ژورناليستو ښځو د روزنې پروګرام پشپړ کړ

کليد ګروپ چې د افغانستان لپاره د پراختيايي او بشري خدمتونو د موسسې د عامه رسنيو د برخې په توګه له ۲۰۰۲ کال راهيسې فعاليت کوي، نن د ژرونالیستو ښځو چې له رسنيزو کارونو لرې پاتې شوې وې، يو کلن ښوونيز پروګرام د يوې غونډې په لړ کې په افغانستان او پنځو ولايتونو کې بشپړ کړ.

نویسنده: mayar
27 چنګاښ 1397
کليد ګروپ د ژورناليستو ښځو د روزنې پروګرام پشپړ کړ

کليد ګروپ چې د افغانستان لپاره د پراختيايي او بشري خدمتونو د موسسې د عامه رسنيو د برخې په توګه له ۲۰۰۲ کال راهيسې فعاليت کوي، نن د ژرونالیستو ښځو چې له رسنيزو کارونو لرې پاتې شوې وې، يو کلن ښوونيز پروګرام د يوې غونډې په لړ کې په کابل او پنځو ولايتونو کې بشپړ کړ.

دې غونډې ته چې د افغان رسنيو استازو، د رسنيو اړوند دولتي ادارو استازو، فارغو شوو نجونو او مدني فعالانو په کې ګډون کړی وو، لومړی د افغانستان د پراختيايي او بشري خدمتونو د موسسې او کليد ګروپ مشرې نجيبې ايوبي خبرې وکړې. نوموړې وويل، کليد ګروپ وتوانېد چې د افغانستان په پنځو ولايتونو کې د دغه پروګرام له لارې ۶۳ ژورناليستو ښځو ته عملي زده‌ ورکړي: ((هغه اړتيا چې موږ وليدله موږ دې ته هڅوي چې موږ دغه پروسې ته دوام ورکړو، ځکه کله چې موږ دغه پروګرامونو ته له ژورناليستو ښځو ازموينه اخیسته، د مراجعه کوونکو شمېر له اندازې ډېر وو.))

آغلې ايوبي زياته کړه، تر دې مهاله د دغه روزل شوو ژورناليستو ښځو له منځه ۲۲ يې توانېدلې دي چې په رسنيو کې دندې ترلاسه کړي.

د دې تر څنګ د جمهور رييس سلاکار عبدالغفور لېوال هم دغې غونډې ته په خپلو خبرو کې له له کليد ګروپ مننه وکړه چې دومره اغېزمن پروګرام يې عملی کړی دی.

نوموړي زياته کړه، افغان ژورناليستې ښځې بايد د نړۍ له عامه ذهينيت سره يو پل جوړ کړي تر څو په افغانستان کې د ښځو ستونزې نړيوالې ټولنې ته ورسېږي. د نوموړي په باور، تر دې مهاله دغه کار تر ډېره نه دی شوی او په راتلونکې کې بايد په دې برخه کې هڅې وشي.

همدارنګه د پژواک خبري آژانس مشر دانش کړوخېل بيا له کليد ګروپ د دغه پروګرام د عملي کولو له کبله د مننې تر څنګ ټينګار وکړ، چې ښځې حتا د رسنيو په يو شمېر برخو کې له نارينه‌وو هم ډېرې بريالۍ دي. د نوموړي په خبره، ښځې د نارينه‌وو پر پرتله د ښځو له ستونزو ډېرې خبرې دي.

هغه دغه راز په افغانستان کې د ژورناليستو ښځو پر وړاندې په ستونزو هم اندېښنه څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ چې حتا په يو شمېر ولايتونو کې يوه ژورناليسته ښځه هم فعاليت نه لري.

د يادولو ده چې دغه پروګرام په دوو څلور مياشتنيو پړاوونو کې ۶۳ ژورناليستې ښځې چې د ژورناليزم فارغينې وې او د بېلا بېلو دلايلو له کبله له کار لرې پاتې وې، يو ځل بيا د نظري او عملي ښوونيزو زمينو په چمتو کولو سره، د فعالو ښځو په توګه ټولنې ته وړاندې کړې.

دغه پروګرام په کابل، هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار، غزني او خوست ولايتونو کې چې کليد پکې سيمه‌ييز سټېشنونه لري، عملي شوی دی.

په دوو څلور مياشتنيو پړاوونو کې په کابل کې ۲۰ تنو، په هرات او بلخ کې ۲۰ تنو، په کندهار کې ۱۰ تنو، په غزني او خوست کې ۸ تنو او په ننګرهار کې پنځو تنو، د دغه پروګرام له امتيازاتو ګټه اخيستې ده.

دې کسانو د ژورناليزم، اړيکو، کمپيوټري پروګرامونو چې د راډيويي او ټلوېزيوني پروګرامونو لپاره اړين دي روزنه ليدلې او د دغه پروګرام په پای کې توانېدلې دي چې د پروګرامونو د چلوونکو، چمتو کوونکو او خبريالانو په توګه په رسنيو کې کار وکړي.

د يادولو ده چې کليد ګروپ اوس مهال د خپلو سيمه‌ييزو راډيو ګانو له لارې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، خوست، غزني، نيمروز، کندز، بغلان، لوګر، پروان، کاپيسا، وردک او پکتيا تر پوښښ لاندې لري.

دغه راز د کليد او مرسل مجلې چې له ۲۰۰۲ کال راهيسې له دمې پرته چاپېږي او همدارنګه د سپېده مجله د کليد ګروپ چاپي خپرونې جوړوي.

د يادولو ده چې د کليد سيمه ييزې راډيوګانې د انټرنټ له لارې هم په www.tkg.af/radios برېښناييزه پته په ټوله نړۍ کې د لاسرسي او اورېدو وړ دي.

 

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA