ads

ډاكټر قيومي د ماليې وزارت د سرپرست په توګه معرفي شو

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر مازديګر د زېربناوو په چارو کې د جمهوري رياست ستر سلاکار ډاکټر محمد همايون قيومي د ماليې وزارت د سرپرست په توګه د دغه وزارت مسوولينو ته ور وپېژانده.

نویسنده: mayar
27 چنګاښ 1397
ډاكټر قيومي د ماليې وزارت د سرپرست په توګه معرفي شو

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر مازديګر د زېربناوو په چارو کې د جمهوري رياست ستر سلاکار ډاکټر محمد همايون قيومي د ماليې وزارت د سرپرست په توګه د دغه وزارت مسوولينو ته ور وپېژانده.
د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، ډاکټر قيومي په سيسټم جوړولو کې لازم مهارت او تخصص لري او د ماليې وزارت همکار ټيم سره به په دې وزارت کې پراخ بدلونونه راولي.
د هغه په وينا، په ماليې وزارت كې به ګټوره پانګونه وشي او د اداري فساد په ضد يې پر جدي مبارزې ټينګار وکړ.
وروسته د ماليې وزارت سرپرست ډاکټر محمد همايون قيومي د خپلو خبرو په مهال ډاډ وركړ، چې په دغه وزارت كې به د اصلاحاتو لړۍ دوام ولري.
د نوموړي په خبره، لا هم د عوايدو ټولولو او د هېواد د ګمرکونو په برخه کې ستونزې شته او د کار د موثروالي په هدف به ټول سيسټمونه د مستوفيتونو په ګډون هر اړخيز وارزول او په دې برخو کې به اساسي بدلونونه رامنځته شي.
تر ډاكټر قيومي وړاندې اكليل حكيمي د ماليې د وزير په توګه دنده ترسره كوله، خو هغه د شخصي ستونزو له كبله استعفا وكړه او بيا د جمهور رئيس د سلاكار په توګه وټاكل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA