د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې شپږ کلي د داعش وسله والو له شتونه پاک شوي دي.
په ختيځ كې د څلورمې پلې لېوا قوماندان ډګروال محمد کريم نيازي کليد ته وويل، په چپرهار ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري د پيل شوو عملياتو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې غلام ډاګ، تريلي، ګزک،اغزو، لندن او توحيد اباد کلي په بشپړ ډول د داعشيانو له شتونه پاک کړي دي.
د هغه په وينا، دا عمليات يې په يادې ولسوالۍ کې د داعش وسله والو د ځپلو په هدف پيل کړي او په برياليتوب سره دوام لري.
نيازي ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې په پوره توګه به يې ساتنه کوي او له دې وروسته به هېڅکله داعش ډله مخکې تګ ته پرې نه ږدي.
په ختيځ كې د څلورمې پلې لېوا قوماندان زياته كړه، په دغو عملياتو کې يې يو شمېر داعشيانو ته مرګ ژوبله اړولې، خو په اړه يې كره معلومات نه لري.
داعش ډلې تر دې دمه په دې تړاو تبصره نه ده كړې.